بین‌الوزراتي کمېټې په کابل، کاپیسا او هرات ولایتونو کې د لمریزې برېښنا پر پروژې بحث وکړ

کابل- ایرنا-د اقتصادي مرستیال بین‌الوزراتي کمېټې په بېلابېلو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید پر پلان او یو شمېر نورو اقتصادي پروژو خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال دفتر  چهارشنبه د لیندۍ په ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د بین‌الوزراتي کمیټې ته د خصوصي سکټور له لوري په کاپیسا، هرات او کابل ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید او همدا راز په کندهار ولایت کې د لمریزې برېښنا زېرمه کولو په موخه د بټریو نصب، د هېواد په لسو مهمو بندرونو کې د کرنیزو او خوراکي توکو د کیفیت د کنټرول په موخه د لابراتوارونو جوړولو او همدا راز په هرات ولایت کې د پستې باغونو او مختلفو میوه لرونکو ونو د سوداګریزې قوریې جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

 په دغه غونډه کې له تفصیلي بحث وروسته جلا جلا کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي او اقتصادي بحثونه ترسره او خپل نهايي راپورونه په ټاکل شوو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .